Language

میدان‌وردګو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوه ماشومام ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطان‌خېلو سیمه کې د کابل ــ کندهار پر لويه لار د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې چې په‌کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دویمه پېښه په دایمردادو ولسوالۍ کې د یوه ټونس او موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده چې یو کس په‌کې ټپي شوی دی.

‎امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د دواړو پېښو ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.