Language

میدان‌وردګو کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

میدان‌ښار (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن غرمه ‎د نرخ ولسوالۍ په بادام سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د باروړنکي او مسافروړونکي موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې یوه سړي او یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی، یوه ښځه او یو ځوان ټپیان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.