<p style="text-align: justify;">میدانښار (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د میدانوردګو د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن غرمه د نرخ ولسوالۍ په بادام سیمه کې د کابل - کندهار پر لویه لار د باروړنکي او مسافروړونکي موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې یوه سړي او یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی، یوه ښځه او یو ځوان ټپیان شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.</p>