جلالاباد (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي چې د روانې اونۍ په ترڅ کې یې په دغه ولایت کې ۱۴۴ روغتیایي مرکزونه د روغتیایي سرغړونو له امله تړلي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې روانه اونۍ د دې ادارې او د خوړو، درملو او د څارنې او پلټنې امریتونو ګډو ټيمونو په مرکز جلالاباد ښار، بهسودو، ښیوې، سرهرود، چپرهار، کامې، روداتو، اچین، سپينغر، بټيکوټ، شینواري او نازیانو ولسوالیو کې د روغتیايي قوانینو د تطبیق په موخه د بېلابېلو خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځيو څارنه او پلټنه ترسره کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې یادو جلا ټيمونو د پلټنې په پایله کې ټول مرکزونه د عامې روغتیا وزارت د معیارونو او پالیسۍ له مخې ولیدل چې له ډلې یې ۱۴۴ هغه مرکزونه، کلینیکونه او روغتونونه چې په معیارونو برابر نه وو او د تحصیل او فعالیت په اسنادو کې یې نیمګړتیاوې موجودې وې، مُهر او لاک کړل.
د خبرپاڼې له مخې، همدارنګه یادو ټیمونو پنځهنیم زره کیلوګرامه تاریختېر او بېکیفیته درمل او خوراکي توکي هم راټول کړل چې د ګډ ولایتي کمېسیون له لوري به له منځه یووړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP