کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د معیار او کیفیت اداره وایي، ۷۴ ټنه بېکیفیته ګاډر چې له ایرانه وارد شوي وو، د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې بېرته یاد هېواد ته مسترد شول.
د معیار او کیفیت ادارې نن (پنجشنبه، د لېندۍ ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، د یادې ادارې له لوري د ۷۴ ټنه په وزن د ګاډرو یوه لویه محموله چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له کره ارزونې او د کیفیت له کنټرول وروسته بېرته ایران ته مسترد شوې ده.
سرچینې لیکلي، د ساختماني توکو د تثبیت او د کیفیت د کنټرول لړۍ په بندرونو کې په قاطع او شفاف ډول پر مخ وړل کېږي او د هېواد بازارونو ته د بېکیفیته توکو له واردېدو مخنیوی کېږي.
د معیار او کیفیت ادارې ویاند قاري محمدیوسف غاویر وایي: «موږ له ټولو سوداګرو غواړو چې بېکیفیته توکي هېواد ته وارد نهکړي؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي، زموږ اساسي دنده د بېکیفیته توکو له وارداتو مخنیوی دی او هیڅ چا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ د هېوادوالو روغتیا، خوندیتوب او اقتصاد ته زیان ورسوي.»
نوموړي په پای کې لیکلي چې د معیار او کیفیت ادارې له مصرفوونکو د ملاتړ، د اقتصاد ودې او د بېکیفیته توکو له واردېدو د مخنیوي برخو کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP