کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۴): په کابل کې د علماوو او لوړپوړو چارواکو غونډه کې د هېواد دفاع شرعي او ملي وجیبه بلل شوې، ټینګار شوی چې که چا د افغانستان حریم نقض کړ «فرضي جهاد» به ورسره اعلانېږي او د هېواد هيڅ وګړي ته پر نورو هېوادونو د تېري اجازه نه ورکول کېږي.
یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ په کابل کې د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت پراساس د هېواد په کچه پراخه او مهمه غونډه جوړه شوه چې د لوړپوړو مسوولینو ترڅنګ ګڼ شمېر علماء کرامو، مشایخو او مجاهدینو ګډون پهکې کړی و.
پژواک خبري اژانس د یادې غونډې د یوه پرېکړهليک کاپي هم ترلاسه کړې چې پهکې پر څلور موضوعاتو خبرې شوې دي.
په پرېکړه لیک کې راغلي: «د افغانستان حریم سپېڅلی دی، که هر چا زموږ د هېواد ملي حریم نقض کړ یا یې تجاوز وکړ، نو حتمي او لازمي به یې ځواب ورکړل شي. د خپل هېواد دفاع او ساتنه زموږ شرعي مسوولیت او ملي وجیبه ده.»
سرچینه زیاتوي: «پر نورو هېوادونو هيڅ ډول تېری نه کوو، د افغانستان هيڅ نظامي او غیرنظامي وګړي ته به اجازه ورنه کړل شي چې پر نورو هېوادونو تېری یا د تجاوز هڅه وکړي.
د یادې پرېکړې له مخې: «د خپل امیر اطاعت فرض دی، موږ به انشاءالله په هر حال کې د خپل امیر اطاعت کوو او هيڅکله به یې له شرعي امرونو سرغړونه نهکوو.»
په پرېکړهلیک کې دغهراز زیاته شوې: «د هېواد او حریم ساتنه فرض ده، که څوک زموږ د هېواد سپېڅلی حریم نقض کړي، نو موږ به ورسره فرضي جهاد اعلانوو؛ ځکه دا زموږ د دین او مسوولیت تقاضا ده.»
سرچينه زیاتوي چې د غونډې ټولو علماء کرامو، مشایخو مسؤولینو او مجاهدینو د اسلامي امارت د مشترابه له دغو سپارښتنو سره بشپړ توافق وکړ او ژمنهیې وکړه چې د هر ډول تجاوز یا تعرض پر مهال به یادي پرېکړې عملي او لازم ګامونه به پورته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP