Language

غزني کې یوه مېرمن او خاوند یې د ګاز نیونې له امله مړه شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قوماندانۍ وایي، په دغه ولایت کې یوه مېرمن او د هغې خاوند د ګازي بخارۍ د ناسمې کارونې له امله مړه شوي دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه تېره شپه د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د پښتون‌اباد په سیمه کې رامنځته شوې ده.

امنیه قوماندانۍ ویلي، چې یاده پېښه د ګازي بخارۍ د ناسم استعمال له امله شوې ده.

امنیه قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې د ګازي بخاریو د کارونې پر مهال ټول احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.