Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د سپکو او درنو وسلو سلګونه مرمۍ کشف او ضبط شوې دي

الینګار (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یې په یوه کور کې د سپکو او درنو وسلو سلګونه مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.

د لغمان د امنیې قومانداني خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د سایګل درې د تاراهو کلي په یوه کور کې د تلاشۍ پر مهال ۵۱ د هاوان مرمۍ، دوه د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ، درې د راکټ مرمۍ، ۲۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۱۰۰ د پیکا مرمۍ، یو د پرسونل ضد ماین، ۲۸ د هاوان سرګلولې، څلور د ۸۲ ملي متري توپ سرګلولې کشف او ضبط کړې دي.

سرچینې لیکلي چې د دغو مهماتو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.