Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان وو

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴): تېره اونۍ، په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه بېلابېلې څرګندونې وشوې، یوناما له ا.ا څخه وغوښتل چې  له نړۍوالو مکلفیتونو سره په همغږۍ د افغانستان د پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي، اسټرالیا د ا.ا پر څلورو مشرانو بندیزونه ولګول، خو افغان چارواکو وویل چې دا ډول هېوادونه بشري حقونه نه پېژني او ژمنتیا ورته نه لري.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا د غړو بېلابېلې څرګندونې
  • یوناما: د بشري حقوقو تامین د افغانستان پرمختګ ته زمینه برابروي
  • د بشري حقونو په اړه د یوناما اندېښنه؛ مجاهد: د افغانانو ټول شرعي حقونه خوندي دي
  • اسټرالیا د ا.ا پر څلورو مشرانو بندیزونه ولګول؛ ا.ا: دا ډول هېوادونه بشري حقونه نه پېژني او ژمنتیا ورته نه لري
  • د دوحې فورم؛ په سیمه‌ییز نښلون کې د افغانستان پر ونډې ټینګار وشو
  • اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

مر‌ګ‌ژوبله:

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، په میدان‌وردګو کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله دوه کسان ټپيان شوي او جوزجان کې یو کس خپله خور وژلې وه.

وړمه اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۱۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته ا.ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه ناسته کې د افغانستان د بشري، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه بحث وکړ؛ د ملګرو ملتونو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو استازو د ننګونو د حل پر اړتیا، د معیشت پروګرامونو پر ملاتړ او سیمه‌ییزو همکاريو پر پياوړتیا ټینګار وکړ.

د یوناما سرپرستې په دې ناسته کې ویلي وو چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرستې جورجټ ګینیون د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو پر ځنډېدو اندېښه ښودلې وه او ویلي یې وو چې څه باندې ۲۳ میلیون افغانان به په ۲۰۲۶ کال کې هم بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د غونډې ځینو ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د برېتانیا استازي ویلي وو چې د دغه هېواد چارواکو په تېره اکټوبر میاشت کې کابل ته سفر کړی و څو اسلامي امارت د محدودیتونو لرې کولو ته وهڅوي.

د امریکا متحده ایالتونو استازي ویلي وو: «طالبان په نړۍوالو مرستو کې لاسوهنه کوي، د خلکو اړتیاوې له پامه غورځوي او نړۍوالو ژمنو ته توجه نه لري.»

هغه زیاته کړې وه چې که اسلامي امارت د یوناما د ماموریت ترسره کولو مانع شي، امنیت شورا باید د دغه ماموریت د «بیا تنظیم» په اړه تصمیم ونیسي.

خو په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ویلي وو چې د افغانستان وضعیت «باثباته» پاتې شوی. ده زیاته کړې وه چې د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان د اوسني حکومت ترمنځ د تعامل دوام تر هر بل وخت ډېر مهم دی او باید له اسلامي امارت سره تعامل او خبرې نورې هم پیاوړې شي څو د افغانستان په وضعیت کې غوره‌والی راشي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي هم ویلي وو چې د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته په کتو او له اسلامي امارت سره د باور پر اساس له دوه‌ګونو معیارونو پرته دقیقې خبرې اترې د نړۍوالې ټولنې د معنالرونکي او رغنده تعامل کلیدي عناصر دي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هند استازي ویلي وو چې هند تل د افغانستان د سولې او ثبات «کلک» ملاتړی پاتې شوی دی. هغه زیاته کړې وه چې افغانستان اړوند مهمو مسایلو کې سیمه‌ییزه او نړۍواله همکاري حیاتي ارزښت لري او په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له ښکېلو لورو سره اغېزناک تعامل ډېر ارزښت لري.

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د مثبت تعامل په تړاو د یو شمېر هېوادونو د دريځ هرکلی وکړ او د افغانستان په تړاو د ځینو هېوادونو پر دریځ د نیوکې کولو ترڅنګ یې ټينګار وکړ چې منفي دريځ به کومه پایله ونه لري.

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه ویلي: «دا چې یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره پر مثبت تعامل ټینګار کړی، دا یو ښه اقدام دی او همدا یوازېنۍ لاره ده چې باورونه پیاوړي کوي. افغانستان هم له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي او هغه هېوادونه چې د افغانستان په اړه سم دریځ‌ نه لري، باید یوه رښتینې تګلاره خپله کړي. منفي دریځونو په تېرو کې هم هیڅ پایله نه‌ده ورکړې.»

د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوناما اعلامیه او د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه بیانیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په اشاره له اسلامي امارته غوښتي وو چې له نړۍوالو مکلفیتونو سره په همغږۍ د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو د پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوناما د دې اعلاميې په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د خلکو هغه «ټول حقونه تامین دي چې اسلامي شریعت ورکړي دي.»

هغه زیاته کړې: «اسلامي امارت ځان مکلف بولي ‌چې دغه حقونه خلکو ته ورکړي؛ ځکه چې دا د الله جل جلالهُ امر دی، د یوې وجیبې او فریضې په توګه ادا کېږي او موږ په ډاډ سره ویلی شو چې په افغانستان کې تامین دي.»

خو مجاهد ویلي، هغه بشري حقونه چې تعریفونه یې په بېلابېلو ټولنو او هېوادونو کې کېږي، افغانان مکلف نه دي ‌چې هغه خپل حقوق وبولي.

د ا.ا پر څلورو مشرانو د اسټرالیا بندیزونو ته د امر بالمعروف وزارت غبرګون

تېره اونۍ، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه خبرتیا کې د افغانستان د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر پر وزیر شیخ محمدخالد حنفي، د لوړو زده‌کړو پر وزیر شیخ ندامحمد ندیم، د عدلیې پر وزیر عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې پر رییس عبدالحکیم حقاني بندیزونه ولګول.

د راپورونو له مخې، د دغو بندیزونو لاملونه «د نجونو او ښځو ځپل، د لږکیو ځپل، په عمومي ډول د خلکو ځپل او د قانون کمزوري کول او کمزوری حاکمیت» ښودل شوي وو.

خو د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د اسټرالیا له لوري د ا.ا پر څلورو مشرانو د بندیزونو په غبرګون کې ویلي، دغه اقدام ښیي چې دغه ډول هېوادونه او سازمانونه «نه د بشر حقونه پېژني او نه هم ورته ژمنتیا لري.»

د دوحې فورم

تېره اونۍ د دوحې نړۍوال فورم د افغانستان په تړاو یوه پنل کې د اسلامي امارت د استازي په ګډون د سيمه‌يیز نښلون له لارې د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ خبرې وشوې.

د دوحې نړۍواله غونډه – چې د نړۍ له ۱۶۲ هېوادونو شاوخوا پنځه زره کسان ورغلي وو- په دویمه ورځ یې د افغانستان په اړه په یوه پنل کې د اسلامي امارت، قطر او اوزبېکستان استازو خبرې وکړې او په یاد پنل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالحي قانت ویلي چې نړۍ له افغانستان سره په اقتصادي راکړو ورکړو کې ښې پایلې ته رسېدلی.

هغه د افغانستان او پاکستان وروستیو ترینګلتیاوو ته په اشاره ویلي، پاکستان کولای شي افغانستان د ګواښ په توګه نه، بلکې له سوېلي او مرکزي اسیا سره د نښلولو لپاره د یوه مهم مرکز په توګه وکاروي.

په یاد پنل کې د افغانستان لپاره د اوزبېکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشيف وویل چې هېواد یې «افغانستان یو فرصت ګڼي، نه یو ګواښ» او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله بیا له افغانستان سره پر تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوحه د نړۍوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د پُل رول لوبوي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره ۲۵ میلیون یورو مرسته وکړه او د ترکيې د بشري مرستو ۲۴مه جوپه چې په‌کې ۱۳ سوه ټنه خوراکي او نور لومړني توکي شامل وو، افغانستان راورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو رییس اندریاس پاپاکنسټانټینو د افغاني سرې میاشتې ټولنې له عمومي رییس شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور سره په ليدنه کې بشري فعالیتونه د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ چې اړمنو کسانو ته به د مرستو وړاندې کولو برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

دغه‌راز، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي ژیل برټران د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د ثبات، امنیت او اقتصاد برخو کې د ا.ا لاسته‌راوړنې ستایلې او له افغانستان سره یې د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.