Language

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره ۲۵ میلیون یورو مرسته کړې

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۴۰۴): اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ټولنو د پیاوړتیا او د مغذي خوړو د ترویج په موخه یې د ملګرو ملتونو د خوړو له نړۍوال پروګرام (ډبلیو‌اېف‌پي) سره ۲۵ میلیون یورو مرسته کړې ده.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ستراتیژیکه مرسته به په ټول افغانستان کې د ټولنو او مغذي خوړو رژیمونه پیاوړي کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «اروپایي ټولنه د خوړو له نړۍوال پروګرام (WFP) له لارې د ۲۵ میلیون یورو مرستې په کولو سره د افغانستان له خلکو سره خپله اوږدمهاله ژمنه تازه کوي. د اروپايي ټولنې دغه ستراتیژیکه مرسته به په ټول افغانستان کې د ټولنو او مغذي خوړو رژیمونه پیاوړي کړي.»

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ورونیکا بوسکوویچ ویلي: «د خوړو له نړۍوال پروګرام سره د اروپايي ټولنې نوې مرسته د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه ښځو، ماشومانو او زیان‌منو ټولنو ته زموږ دوامداره ژمنتیا ښیي.»

هغه زیاته کړې: «موږ د خپلې کړنلارې له لارې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پیاوړتیا لپاره له زیان‌منو کلیوالي ټولنو سره هم مرسته کوو څو د طبیعي پیښو او اقلیمي بدلونونو له اوږدمهاله او ویجاړوونکو اغېزو خپل ژوند او عاید خوندي کړي.»

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پرواګرام استازي جان ایلیف هم د دې مرستې هرکلی کړی دی.