کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه نږدې پنځه زره کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۹۱۳ کورنۍ چې ۴۹۹۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
هغه دغهراز زیاته کړې، تېره ورځ ۹۳۳ راستنې شوې کورنۍ چې ۵۰۶۸ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۷۵۴ کورنیو سره مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۷۷۱ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ۱۹۳۹ کورنۍ چې ۱۰ زره او ۴۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP