کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د روډ ایلنډ ایالت په براون پوهنتون کې د یوه وسلهوال کس له لوري د ډزو په پایله کې دوه محصلین وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
رویټرز راپور ورکړی، دغه وسلهوال هغه مهال پر محصلینو ډزې کړې چې هغوی د ازموینې په ورکولو بوخت وو.
په راپور کې راغلي چې شکمن کس تښتېدلی او پولیس د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (FBI) او د الکولو، تمباکو، ګرمو وسلو او چاودېدونکو توکو ادارې (ATF) له کارکوونکو سره په ګډه د پوهنتون په ودانۍ او شاوخوا سړکونو د هغه د موندلو په لټه کې دي.
سرچینه زیاتوي چې په یادو ډزو کې دوه محصلین وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د براون پوهنتون رییس کریسټینا پکسون خبریالانو ته ویلي: «دا هغه ورځ ده چې هيڅکله مو هیله نه درلوده چې رامنځته شي، خو رامنځته شوه.»
براون پوهنتون چې د رود ایلنډ ایالت د پلازمېنې په کالجهیل سیمه کې موقعیت لري، سلګونه ودانۍ لري چې پهکې درسي تالارونه، لابراتوارونه او لیلیې شاملې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP