Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته نیمروز کې لسګونه راستنو شوو مېرمنو ته د کار زمینې برابرېدل

زرنج (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): نیمروز کې د راستنو شوو کډوالو د اقتصادي ستونزو په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د خیاطۍ په دووکارګاوو کې لسګونه راستنو شوو ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

پژواک خبري اژانس د روان کال د تلې په ۲۰مه «نیمروز ته د راستنو شوو افغان کډوالو د ژوند او بې‌وزلۍ ترخې کیسې» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی و چې په کې راستنو شوو کسانو له اقتصادي ستونزو څخه شکایت درلود او د کاري زمینوبرابرېدو غوښتنه یې کړې وه.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د «تاج نقره» او «راحیل بانو» د خیاطۍ کارګاوو د راستنو شوو ښځو د جذبولو اقدام وکړ؛ هغه اقدام چې د راستنو شوو کډوالو د خوښۍ لامل شو.

د «تاج نقره» په نوم د خیاطۍ کارګاه

د زرنج ښار د «تاج نقره» خیاطۍ کارګاه مسوولې لیلما سروري پژواک خبري اژانس ته وویل:«د پژواک راپور زه خبره کړم او پوه شوو چې کډوال تش لاس هېواد ته راستنېږي، نه کار لري او نه سرپناه، له رواني ستونزو سره مخ کېږي، له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې د راستنو شوو ښځو او نجونو لپاره د کار زمینه برابره کړم، له یوې میاشتې راهیسې مې د هغوی جذب پیل کړی او اوس موږ سره ۷۵ ښځې د ښوونکو او زده‌کوونکو په توګه کار کوي.»

هغې زیاته کړه چې دغه کارګاه په څلورو برخو خیاطۍ، لاسې ګنډنې، خوږو پخولو، پخلي او ښکلو ګنډنو کې ښځې جذب کړېدي. نوموړې وویل چې دا کسان سربېره پر دې چې له کارګاه عاید تر لاسه کوي، د ځینو نړۍوالو بنسټونو له لورې یې هم ملاتړ کېږي.

د سروري په وینا، شاوخوا یوه اونۍ مخکې یوه بنسټ د کډوالو د جذب له امله د کارخونې د خوږو پخولو له څانګې سره مرسته وکړه، د دې برخې ۱۵ زده‌کوونکو ته یې ۲۰ قلمه کاري وسایل ووېشل او د ښوونکو لپاره یې معاشونه هم وټاکل.

د هغې په خبره، بل بنسټ د دې کارخونې لپاره لمریزه برېښنابرابره کړې ده.

هغې د پژواک له راپورونو مننه وکړه او و یې ویل: «د ۱۴۰۲ لمریز کال په وري میاشت کې زما د کارګاه په اړه ستاسو یو راپور خپور شوی و چې زما ژوند یې بدل کړ، ما وروسته له هغې د څو سوداګرو له لورې د شراکت درې وړاندیزونه تر لاسه کړل چېهغوی په پیل کې شراکت ته چمتو نه وو خو کله چې یې ستاسو راپور ولوست، پوه شول چې زما کار رښتینی دی او یوازې مالي ملاتړ ته اړتیا لرم نو له ما سره یې شراکت پیل کړ

د «راحیل بانو» په نوم د خیاطۍ کارګاه

د «راحیل بانو» د خیاطۍ کارګاه مسوولې نجلا یوسفزۍ هم وویل چې د کډوالو په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته یې شاوخوا ۲۰ راستنې شوې ښځې او نجونې په خپله کارګاه کې پر کار ګومارلې دي.

هغې له پژواک څخه مننه وکړه او و یې ویل: «که څه هم د کډوالو له وضعیته خبره وم خو د پژواک راپور پر ما ژور اغېز وکړ او له وضعیته یې لا ډېره خبره شوم، له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې په خپله کارګاه کې یو شمېر راستنو شوو ښځو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړم

هغه مېرمنې چې پر کار ګومارلی شوې

زینب محمدي چې په «تاج نقره» کارګاه کې د پخلي برخې استاده ده وایي، څلور میاشتې مخکې په ایران کې له اتو کلونو ژوند وروسته هېواد ته راستنه شوې ده

هغې زیاته کړه: «کله چې راستنه شوم، بې‌کاره وم او له ډېرو ستونزو سره مخ وم. د کار په لټه کې وم، تر دې چې د اغلې لیلما په بلنه چې د پخلنځي لپاره یې سراشپز ته اړتیا لرله، وګومارلشوم او کار مې پیل کړ.»

د هغې په وینا، اوس یې اقتصادي ستونزې تر ډېره بریده کمېشوې دي.

زهرا چې د دې کارګاه د خوږو پخولو برخې استاده ده، د خوښۍ په څرګندولو سره وایي چې په دې کارګاه کې له شاملېدو وروستهیې ژوند بدل شوی دی.

نوموړې زیاتوي، هېواد ته له راستنېدو وروسته یې کله چې ځان او خپلې کورنۍ لپاره د عاید هېڅ سرچینه نه لرله، په ژور خپګان اخته شوې وه او فکر یې کاوه چې افغانستان کې ژوند ناشونی دی؛ خو دې کارګاه ته له راتلو وروسته یې د ژوند هیلې یو ځل بیا راژوندۍ شوې دي.

هغې د کارګاه له مسوولینو څخه د کار د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.