کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د کابینې یوولسمه غونډه کې د هېواد په بندرونو کې د تاسیساتو او لابراتوارونو د ارزونې او نوي کابل ښار د ابادۍ چارو په اړه خبرې شوې دي.
د چارو ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې یوولسمه غونډه وشوه.
خبرپاڼه کې راغلي، په یاده غونډه کې یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د هرات په اسلامکلا او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تاسیساتو، د درملو د لابراتوارونو او نورو وسایلو برخه کې ارزونه وکړي او پایله یې دې د ریاستالوزراء له عالي مقام سره شریکه کړي، څو په اړه یې اقدامات ترسره شي.
سرچینه زیاتوي، دغهراز په دې غونډه کې د نوي کابل ښار په اړه بحث وشو چې چارې یې باید له پلان سره سمې ترسره شي او نورې ادارې دې د ښار او کور جوړولو له وزارت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP