Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست ښار کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

خوست‌ښار (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۴): په خوست ښار کې د نږدې ۳۰ ميليون افغانيو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې چې د راتلونکو پنځو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

په دې پروژه کې چې د ښار په دويمه او درېيمه ناحیه کې پلي کيږي د ۱.۳ کيلومتره سړک، ۲.۵ کيلومتره ویالو او دوو پلچکونو جوړول شامل دي.

د خوست ښاروال حافظ عبدالرشید عمري د يادې پروژې د پيل په مراسمو کې  وويل، د دې پروژې پلي کېدو سره به، چې چارې به یې په راتلونکو پنځو مياشتو کې بشپړې شي، په ښار کې د ترافيکي ګڼې ګوڼې او بې‌نظمۍ مخه ونیول شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، دوی په دې هڅه کې دي څو د هټيوالو او ښاريانو د ستونزو د هواري لپاره ګڼې بېلابېلې پروژې پلي کړي.

دی وايي: «موږ په خوست ښار د پروژو د پلي کولو لپاره خپلې هلې ځلې کوو او دا مو مسووليت هم دی. د ښاري نظم لپاره نور ډېر پلانونه لرو پر هغو هم کار روان دی.»

په همدې حال کې، د خوست ښار يو شمېر هټيوال او ښاريان هم د يادې رغنيزې پروژې پر پيلېدو خوښي څرګندوي او وايي چې دا پروژه به د ښاري نظم رامنځته کېدو او د ښار پاکوالي برخو کې مهم رول ولري.

د خوست ښار يو هټۍوال عبدالله منګل پژواک ته وويل: «دلته په دې ساحه کې ګردونه او خټې وي، موږ د خاورو له وجې کله کله د دوکان دروازه بنده کړو، اوس چې دا سړک جوړ شي دا ستونزې به ورسره حل شي.»

د خوست ښار يو بل اوسېدونکي شاهدالله افغان په دې اړه پژواک ته وويل: «د خوست ښار سړکونو ته بايد ډېره توجه وشي، ځکه خوست داسې ولايت دی چې د ۳۴ ولايتونو خلک دلته موجود دي، د ښار کوڅې ډېرې خرابې وې نو موږ ډېر خوښ شو چې دا پروژه پيل شوه.»

د خوست ښاروالي د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۴ کال تر پايه ښايي د ۲۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت ۳۰ رغنيزې پروژې پلې شي او راتلونکي کال ته ۴۰ لويې او وړې پروژې په نظر کې نيول شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.