کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې په پنځوس اوریزه اسیا جام سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې د نیپال لوبډلې ته ماته ورکړه.
د ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو ۵۰ اوریزه اسیام جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په ګډون د اته لوبډلو ترمنځ روانې دي.
د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د سریلانکا د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې د نیپال لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ۴۷م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ منډې وکړی.
د افغانستان له لوري په توپاچونه کې زیتالله شاهین درې، عبدالعزیز خان، نصرت نورستاني او واحدالله ځدراڼ د نیپال لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۲۷م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او نیپال ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې عزیرالله خان ۶۱ منډې وکړی.
د یادونې ده، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړی لوبه بنګله دېش ته وبایلله، دویمه لوبه کې یې له سریلانکا ماتې وخوړه او په دغو سیالیو کې د مخکې تګ څخه پاتې شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP