کندهار (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د کندهار ښاروالۍ وایي، د ښار د ۱۳مې او لومړۍ ناحیې ترمنځ د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارې بشپړې شوې.
د کندهار ښاروالۍ ویاند سیفالله عاصم د چهارشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد سړک ۶۵۰ متره اوږدوالی او نږدې ۱۱ متره پلنوالی لري، چې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
د هغه په وینا، د دې پروژې د کار پر مهال هره ورځ شاوخوا ۸۰ تنه فني او غیر فني کارکوونکو پکې کار کړی دی.
د سیمې اوسېدونکي هم وایي، د دې سړک په جوړېدو سره ورته اسانتیاوې برابرې شوې، ترافیکي ستونزې به راکمې شي او ښاري نظم به ورسره ښه شي.
د ښاروالۍ مسوولین زیاتوي، چې د پخوا په پرتله یې په بېساري ډول لویې او پراخې انکشافي پروژې پیل کړې دي، چې د کندهار ښار د آبادۍ، پرمختګ او د ښاریانو د هوساینې لپاره ډېرې ګټورې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP