کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د فلسطین او سوریې په ګډون شپږ نور هېوادونه په هغه نوملړ کې ور اضافه کړي چې امریکا ته یې د وګړو پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ د سېشنبې په ورځ د یاد بندیز له پراخېدو خبر ورکړ؛ دغه اقدام په داسې وخت کې شوی چې د کډوالۍ پر وړاندې د حکومت سختدریځې تګلارې نورې هم پیاوړې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې د سفر د بندیز یاد فرمان پر شپږو نوو هېوادونو فلسطین، بورکینافاسو، مالي، نایجیریا، جنوبي سوډان او سوریه تطبیقېږي.
یاده پرېکړه څو اونۍ وروسته له هغه شوې چې ټرمپ په واشنګټن ډيسي کې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د ډزو له پېښې وروسته اعلان وکړ چې له هغه څه څخه چې ده «د درېیمې نړۍ ټول هېوادونه» بللي، کډوالي «په دایمي ډول دروي.»
د ویلو ده، ټرمپ د روان زېږدیز کال په جون میاشت کې هم یو فرمان لاسلیک کړی و چې له مخې یې امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګېد او پر اوو نورو هېوادونو محدودیتونه ولګول شول، سپینې ماڼۍ ویلي چې د هغو ۱۲ هېوادونو لپاره د سفر بندیز لا هم پر خپل ځای دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP