Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۱۹۰ د موسیقۍ الې او نشه‌یي توکي وسوځول شول

پل‌علم (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې راټول شوي ۱۹۰ قلمه د منکراتو بېلابېل وسایل او ۱۸ ګرامه نشه‌یي توکي یې سوځولي دي.

د یاد ریاست مرستیال، مولوي عبدالرحمن رحماني، د دغو مراسمو پر مهال وویل، چې یاد توکي د محتسبینو د دوامدارو او پرله‌پسې هڅو په پایله کې راټول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په را ټولو شویو توکي کې ۱۹۰ منکراتو الې او ۱۸ کیلوګرامه نشه‌یي توکي شامل وو.

نوموړي زیاته کړه، چې د منکراتو پر وړاندې مبارزه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په موخه په جدي ډول روانه ده او په دې برخه کې به هڅې لا پسې پراخې شي.

مولوي رحماني له خلکو وغوښتل، چې د خوښیو، ودونو او نورو ټولنیزو مراسمو پر مهال د ساز، سرود او غیرشرعي موسیقۍ له کارولو ډډه وکړي او خپلې غونډې د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو سره سمې تنظیم کړي.

د یادونې وړ ده، چې د لوګر ولایت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست له لوري تر دې وړاندې هم لسګونه قلمه د موسیقۍ وسایل راټول او له منځه وړل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.