Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د برګر او «ساسچ» بازار؛ د کیفیت په اړه اندېښنې او د عامې روغتیا وزارت اقدامات

کابل (پژواک، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴): د کابل یو شمېر اوسېدونکي او د روغتیايي چارو پوهان د ځینو «ساسچونو» او  برګر د غوښې د کیفیت په اړه اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت د جدي څارنې غوښتنه کوي. د یاد وزارت مسوولین وايي، مخکې د دغو محصولاتو څه باندې ۶۲ سلنه یې غیرمعیاري وو خو د څارنې پروګرامونو په ترسره کېدو او د کارخونو د ظرفیت په لوړېدو سره اوس وضعیت ښه شوی دی.

برګر او ساسچ چې د ژر چمتو کېدو او ښه خوند له امله د ځینو ځوانانو او ماشومانو د خوښې خواړه ګڼل کېږي، تر ډېره له چپس، ترکارۍ، کیچپ او نورو خوړو چمتو کېږي.

خو د کابل ښار ځینې اوسېدونکي د ساسچ او د برګر غوښې له کیفیته شکایت کوي.

د کابل ښار د «تایمني» سیمې اوسېدونکي سهیل احمدي د ساسچ او برګر غوښې له کیفیته د اندښنې په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وویل: «څو ځله مې کور ته راوړل، خوند یې ډېر خراب و، کیفیت یې ښه نه و، دوه درې ځله مو وخوړل خراب وو، رنګ یې بدل شوی وو، کور کې یې هم خوښ نه شول او ویل یې چې خراب دي، له هغه وروسته مې کور ته نه دي راوړي.»

هغه وویل، ځینې ملګري یې د ساسچ او برګر د غوښې له خوړو وروسته مسموم شوي دي.

ورته مهال، د کابل ښار د «قلعه فتح‌الله» سیمې اوسېدونکي عبدالاحد وویل: «ساسچ او برګر په عمومي توګه هرڅوک خوري او موږ یې هم خورو خو یوه ورځ مې کور ته راوړل، زوی مې په شدید نس ناستي اخته شو او استفراقونه یې کول. کله مو چې ډاکټر ته ولېږداوه، پوښتنه یې وکړه چې څه یې خوړلي، ومو ویل ساسچ نو ډاکټر وویل چې شاید د ناروغۍ لامل یې همدا وي.»

د کابل ښار «د لومړي مکروریان» اوسېدونکي محمدفهیم وویل: «رښتیا چې برګر او ساسچ مې ډېر خوښ وو خو تېر کال مې څو ځله کور ته راوړل، رنګ یې بدل شوی و او بد بوی یې درلود، لکه غوښه یې چې خرابه شوي وي، له هغه وروسته مې نور ونه خوړل.»

ټولو مرکه شوو کسانو ټینګار وکړ چې د برګر او ساسچ تولیدوونکي شرکتونه باید بشپړ نظافت مراعت کړي او حکومت هم باید د دې محصولاتو پر تولید او وارداتو جدي او دقیقه څارنه وکړي څو خلک د غیرصحې خوړو له امله ناروغ نشي.

هټۍوال د کابل په بازارونو کې د برګر او ساسچ په اړه څه وايي؟

د کابل ښار په «تهیه مسکن» سیمه کې یوه هټۍوال خوشحال‌الدین وویل: «ساسچ کورنی تولید دی او کیفیت او مواد یې ښه دي. موږ دوه ډوله ساسچ لرو؛ د خوسي غوښې او چرګ غوښې ساسچ. دا محصولات د پل چرخي له یوې فابریکې څخه اخلو او فابریکې پاکې او منظمې دي.»

هغه زیاته کړه: «مخکې له دې د برګر د وارداتي غوښې کیفیت ښه نه و خو اوس یې واردات ډېر کم شوي او په بازار کې موجود اکثره محصولات ښه کیفیت لرونکي داخلي تولیدات دي.»

د کابل ښار بل هټۍوال جمعه خان حبیبي وویل: «ساسچ او برګر له هراته راوړو او د برګر غوښه تقریباً څلور ډوله لري، خلک اکثره د خوسي د غوښې ساسچ اخلي، له کوم شرکته یې چې راوړو، پاک دی او تراوسه هر چا چې له موږ وړی، شکایت یې نه دی کړی.»

ډاکټران: د غیرمعیاري ساسچ او برګر خوړل روغتیا ګواښي

د داخلي ناروغیو متخصص او د کابل په «وزیر محمد اکبر خان» روغتون کې موظف ډاکټر سید فریدشاه رفیعي وویل چې کابل کې په ځینو دوکانونو کې د برګر او ساسچ غیرمعیاري او ان خرابه شوې غوښه پلورل کېږي چې استفاده کول یې د هاضمې ستونزو، نس ناستي، زړه بدوالي او نورو ناروغیو لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: «له بده‌مرغه داسې پېښې مو هم لیدلي چې خلک د هاضمې شدیدو ستونزو لکه د زړه بدوالي او نس ناستې له امله زموږ روغتون ته مراجعه کړې او کله مو چې د دوی تاریخچه کتلې، څرګنده شوې چې مخکې یې ساسچ او برګر خوړلي وو.»

د هغه په وینا، که د ساسچ او د برګر غوښه سمه او سالمه هم وي، خو دا چې د ساتنې لپاره یې ډېره مالګه او دغه‌راز په تولید کې یې غیرمشبوع شوي غوړي او کیمیاوي مواد کارول شوې، نو له دې امله یې ډېر او پرله‌پسې خوړل د روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو لامل کېدلی شي.

هغه له ښاریانو په ټینګار وغوښتل چې له طبیعي خوړو استفاده وکړي او که د خوند او ذایقې له امله غواړي ساسچ او برګر او یا دې ورته نور خوراکونه وخوري، نو باید یوازې یې له باوري، معتبر او د رسمي روغتیایي جواز لرونکو ځایونو وپیري.

یاد متخصص دغه‌راز وايي چې د دې برخې د تولیدي کارخونو او د دغو محصولاتو د وارداتو کنټرول باید په جدي او منظم ډول ترسره شي.

د کابل ښار په انتاني روغتون کې د انتاني ناروغیو ټرینر او متخصص ډاکټر فریدالله عمري وویل چې په ټوله نړۍ کې د فست فوډ خوړو دوامداره مصرف په ځانګړي ډول په هغو کسانو کې چې په منظم ډول ترې استفاده کوي، د معدې بېلابېلې ستونزې رامنځته کوي. د هغه په وینا، که دا ډول خواړه مناسب کیفیت ونه لري، نو د هاضمې په سیسټم کې د سرطانونو رامنځته کېدو لامل هم کېدلی شي.

هغه وویل: «زموږ ډېری ښاریان د معدې له ستونزو شکایت کوي؛ کله چې یې تاریخچه اخلو، ډېری یې له همدې فست فوډ، برګر او ساسچ څخه استفاده کوي؛ داسې خواړه چې معلوم نه‌دي څنګه تولید شوي، صحي دي او که نه؟»

ډاکټر عمري له هېوادوالو غواړي، که چېرې پوه شي چې د ساسچ تاریخ تېر شوی، په سمه توګه په یخچال کې نه‌دي ساتل شوي یا یې د تولید سرچینه په کره ډول معلومه نه‌وي نو د دغو ساسچونو او د برګر د غوښو له خوړلو څخه دې ډډه وکړي څو روغتیا یې خوندي پاتې شي.

هغه ټینګار کوي چې ساسچ او د برګر غوښه باید له روغتیایي پلوه وڅېړل شي؛ ځکه د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې ویل کېږي چې د دغو خوراکي توکو په تولید کې له خرابې شوې غوښې کار اخیستل کېږي.

پخوا ډېره برخه کورني ساسچونه او د برګر غوښه غیرمعیاري وه

د عامې روغتيا وزارت د درملو او خوړو معینیت د خوړو د علومو د عامه پوهاوي او ظرفیت لوړونې کارپوه انجنير سید نعمت حسينيان چې په یوه پروګرام کې یې خبرې کولې وویل: «پخوا له بده مرغه هغه ساسچ او د برګر غوښه چې په افغانستان کې تولیدېده، متأسفانه ۶۲ اعشاریه ۵ سلنه یې غیرمعیاري وه. له داسې غوښو یې کار اخیسته چې د عامې روغتیا وزارت معیارونه یې نه پوره کول؛ ډېری یې خرابې غوښې وي. د واردولو نېټه او بچ نمبر (د پېژندنې شمېره) یې نه درلوده.»

د حسینیان په وینا، د کارپوهانو څېړنې ښيي چې د ساسچ او د برګر غوښې د تولید څه باندې ۶۲ سلنه فابریکې په خپلو محصولاتو کې له خرابو شوو غوښو او ناپاکو اوبو ـ ان له بامونو راټولو شوو واورو ـ کار اخیسته.

هغه وايي: «په دې برخه کې موږ فعالیتونه ترسره کړل، د ظرفیت لوړولو پروګرامونه مو جوړ کړل او بریالي شوو چې تر یوه بریده د خوراکي توکو تولیدوونکي شرکتونه په ځانګړي ډول د ساسچ او د برګر د غوښې تولیدوونکي شرکتونه معیاري کېدو ته وهڅوو.»

هغه وايي، له خرابو شوو غوښو استفاده په مستقیمه توګه د هاضمې پر سیسټم اغیز کولای شي او دغه‌راز د اطراح (د فاضله موادو د دفع) سیسټم  ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.

حسینیان زیاته کړه چې د خوراکي توکو تولیدوونکو ته په ځانګړي ډول هغو ته چې په یاده برخه کې فعالیت کوي، سپارښتنه کېږي، هغه لومړني مواد چې چمتو کوي يې، د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوار د ازمیښتونو د پایلو پر بنسټ وڅېړي او د اړینو معیارونو او سټندردونه له بشپړېدو وروسته خپل نهايي محصولات بازار ته وړاندې کړي.

هغه وايي، د عامې روغتیا وزارت پالیسي دا ده چې هېڅ تولیدوونکی یا واردوونکی شرکت تر هغه وخته اجازه نه لري خپل محصول بازار ته وړاندې کړي تر څو چې د خوندي خوړو لپاره لازم معیارونه او سټندردونه مراعات نه‌کړي او هڅه دا ده چې په بازار کې د غیرمعیاري او بې‌کیفیته محصولاتو مخنیوی وشي.

د هغه په وینا، بې‌کیفیته مواد راټول او له منځه وړل شوي، سرغړونکي عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي، هغوی چې لږو سرغړونه یې کړې، د ظرفیت لوړولو او پوهاوي پروګرامونه ورته وړاندې شوي او  خلکو ته هم په دې برخه کې پوهاوی ورکړل شوی څو د دغو محصولاتو په کارولو کې پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.