Language

تېره ورځ هېواد ته له ایران او پاکستانه څه باندې ۴۵۰۰ کډوال راستانه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۴۵۰۰  کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۸۶۳ کورنۍ چې ۴۵۹۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړې، تېره ورځ ۱۳۱۱راستنې شوې کورنۍ چې ۷۱۶۵ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۸۴۹ کورنیو سره مرسته شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۹۳۷سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، تېره دوشنبه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.