Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې د پاورلفټینګ سیالیو اتلولي د غور لوبډلې خپله کړه

فیروزکوه (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د غور ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت پاورلفټینګ لوبډلې د مډالونو او د اتلولۍ کپونو په ګټلو سره په ننګرهار کې د دې ورزشي څانګې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د غور د بدني روزنې او ورزش امریت تخنیکي او مسلکي مرستیال جان‌محمد حیدري وویل: «په دې سیالیو کې فریداحمد فردوس د ماسټرانو برخه کې د ۱۲۰ کیلوګرام وزن لرونکو ترمنځ لومړی مقام او سیدنذیر رحیمي هم د لویانو برخه کې د همدغه وزن په کټګورۍ کې لومړی مقام خپل کړ او د افغانستان د تر ټولو پیاوړي سړي لقب یې ترلاسه کړ.»

نوموړي زیاته کړه چې د پاورلفټینګ په دې سیالیو کې د غور اوو ورزشکارانو ګډون کړی و.

د معلوماتو له مخې، جان‌محمد حیدري چې د افغانستان د واورې سړي په نوم مشهور دی، د لویانو برخې په ۷۵ کیلوګرام وزن کې او میراجان عزیزي د ځوانانو برخې په ۵۳ کیلوګرام وزن کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

کمال‌الدین قادري د لویانو برخې په ۱۰۵ کیلوګرام وزن او فرهاد شېرزي د ځوانانو برخې په ۶۶ کیلوګرام وزن کې دویم مقامونه او حبیب‌الله نوري د ځوانانو برخې په ۶۶ کیلوګرام وزن کې درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې ده، د پاورلفټینګ یادې سیالۍ د درېیو ورځو لپاره د کابل، پروان، خوست او غور ولایتونو د ورزشکارانو په ګډون د ننګرهار په کوربه‌توب د دې ورزشي رشتې د ودې او پراختیا په موخه ترسره شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.