غزني ښار ( پژواک، ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني قوماندانۍ وایي، د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو ګډوګر نیولی دی.
د غزني د امنیه قومانداني په خبرپاڼه کې راغلي: «یاد کس د تعویذونو لیکلو لپاره له ځان سره د کوډو کتابونو ترڅنګ د لېوه ( ګرګ) د بدن ځینې برخې هم لرلې چې کوډو له لارې یې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو عقیدې کمزورې کولې او له دې لارې یې شخصي ګټې ترلاسه کولې.»
امنیه قومانداني لیکلي چې دغه کډوګر یو ځل مخکې هم د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی و خو له خوشې کېدو وروسته یې بېرته کوډې پیل کړې وې.
سرچینه زیاتوي هیڅ چاته به اجازه ورنهکړي څو د دیني ارزښتونو او عقیدوي انحراف له لارې په ټولنه کې اختلافاتو ته لمن ووهي یا خلک وغولوي.
دا په داسي حال کې ده چې څه موده مخکې د امر بالمعروف ریاست مسولینو له پژواک اژانس سره خبرو کې ویلي وو، چې له دې وړاندي هم په غزني ښار کې په لسګونو کوډګران د ورته اعمالو په تور نیول شوي، چې زیاتره یې د ضمانت په اخیستو خوشي شوي او یو شمېر یې د خپلو کړنو په تور عدلې او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP