محمودراقي (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کاپیسا د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د کوهستان په دویمه حصه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني چې څلورو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه، پای ته ورسېده.
د کاپیسا د قومونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو مدیر حفیظ الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۱۷ کاله مخکې د کورني تاوتریخوالي له امله د حاجي ګلزار او امیرګل د کورنیو ترمنځ دښمني پیل شوې وه.
هغه وویل چې د امیرګل زامنو د حاجي ګلزار د کورنۍ دوه هلکان او یوه ښځه وژلي وو او یو بل هلک ټپي کړی و.
هغه زیاته کړه چې یاده دښمني د دیني علماوو، مشرانو، قومي مشرانو او ځایي مسوولینو په منځګړیتوب د کاپیسا د قومونو او قبایلو ریاست په تالار کې د یوې ناستې پر مهال پرته له دې چې کوم دیت ورکړل شي پای ته ورسېده.
هغه څرګنده کړه، یادې کورنۍ چې له یو بل سره د خپلوۍ پر اړیکو سربېره د تره زامن هم دي، د امیرګل زامن د حاجي ګلزار له لوري چې د خپلې کورنۍ درې غړي یې له لاسه ورکړي وو، وبښل شول.
د هغه په وینا، د دواړو کورنیو غړو یو بل په غېږ کې ونیول او خپله دښمني یې د تل لپاره پای ته ورسوله.
ورته مهال، د کاپیسا د قومونو او قبایلو ریاست مسوولین وايي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې څه باندې ۳۰ شخړې او دښمنۍ حل او پای ته رسېدلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP