Language

کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده

محمودراقي (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کاپیسا د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د کوهستان په دویمه حصه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۷ کلنه دښمني چې څلورو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې وه، پای ته ورسېده.

د کاپیسا د قومونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو مدیر حفیظ ‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۱۷ کاله مخکې د کورني تاوتریخوالي له امله د حاجي ګلزار او امیرګل د کورنیو ترمنځ دښمني پیل شوې وه.

هغه وویل چې د امیرګل زامنو د حاجي ګلزار د کورنۍ دوه هلکان او یوه ښځه وژلي وو او یو بل هلک ټپي کړی و.

هغه زیاته کړه چې یاده دښمني د دیني علماوو، مشرانو، قومي مشرانو او ځایي مسوولینو په منځګړیتوب د کاپیسا د قومونو او قبایلو ریاست په تالار کې د یوې ناستې پر مهال پرته له دې چې کوم دیت ورکړل شي پای ته ورسېده.

هغه څرګنده کړه، یادې کورنۍ چې له یو بل سره د خپلوۍ پر اړیکو سربېره د تره زامن هم دي، د امیرګل زامن د حاجي ګلزار له لوري چې د خپلې کورنۍ درې غړي یې له لاسه ورکړي وو، وبښل شول.

د هغه په وینا، د دواړو کورنیو غړو یو بل په غېږ کې ونیول او خپله دښمني یې د تل لپاره پای ته ورسوله.

ورته مهال، د کاپیسا د قومونو او قبایلو ریاست مسوولین وايي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې څه باندې ۳۰ شخړې او دښمنۍ حل او پای ته رسېدلې دي.

Related Topics