Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران مرستیال سفیر: هڅه کوو افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسه اسانه کړو

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ایران مرستیال سفیر د هرات له والي سره په لیدنه کې ویلي چې تهران له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کار کوي او هڅه کوي افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسه اسانه او ساده کړي.

د هرات ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت والي شیخ مولانا اسلام‌جار، په افغانستان کې د ایران له مرستیال سفیر سیدحسین مرتضوي سره ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې، دواړه لوري د کډوالو پر موضوعاتو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پرختیا او سوداګریزو همکاریو غږېدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې سیدحسین مرتضوي ویلي چې ایران له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره کار کوي او ژمنه یې وکړه چې افغانانو ته به د ویزو ورکولو پروسه اسانه کړي.

شیخ مولانا اسلام‌جار هم د کډوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کې د ایران د هڅو پر ډېرېدو ټینګار کړی او افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسې د اسانه کولو برخه کې یې له اړوندو ادارو د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت له ایران سره ښې او دوامداره اړیکې غواړي او د دواړو هېوادونو سوداګري، ترانزیټ او د وګړو اړوند چارو اسانه کول مهم دي.

په همدې حال کې، په هرات کې د ایران جنرال قونسل علي‌رضا مرحمتي هم ویلي چې د هغو کډوالو قضیه چې د ایران پر پوله په شهادت رسېدلي، د ایران عدلي او قضايي محکمو ته راجع شوې ده څو د دې پېښې ټول اسناد او عوامل په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.