Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۶،۸ میلیون کډوالو راستنېدل او په داخل کې د ۱،۳ میلیون خلکو بې‌ځایه کېدل

کابل (پژواک، د مرغومۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۶،۸ میلیون کډوال افغانستان ته راستانه شوي او ۱،۳ میلیون خلک بیا د هېواد دننه د طبیعي پېښو له امله بېځایه شوي دي.

دغه څرګندونې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیرُ د یاد وزارت له خوا د کډوالۍ د دایمي حل لپاره د جوړې شوې طرحې د مسودې د چارو بشپړولو په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د رامنځته شوي کاري ګروپ په ګډه ناسته کې کړې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، هغه ویلي چې په افغانستان کې ثبات او پر ټولې جغرافیې د اسلامي امارت واکمني د کډوالۍ کمېدو سبب شوې او بهر ته د کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

هغه نه دي ویلي چې بهر ته د کډوالو په شمېر کې څومره کمښت راغلی.

دغه‌راز، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ویلي چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۱،۳ میلیون افغانان د طبیعي پېښو له امله په داخل کې بېځایه شوي دي.

د مولوي عبدالکبیر په وینا، د کډوالۍ د دایمي حل او د داخلي بېځایه شوو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې به د کډوالۍ د دایمي حل طرحه اغېزناکه و اوسي او د اړوندو حکومتي او نړۍوالو ادارو ترمنځ به پر همغږۍ سربېره د مرستو جلب، د اړتیاوو پېژندل او کاري برخې روښانه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ناسته کې د پوهنې، کرنې او مالدارۍ او عامې روغتیا وزارتونو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د کابل ښاروالۍ مرستیالانو او د ادارو استازو د کډوالۍ د دایمي حل د طرحې د مسودې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د یادې مسودې د غني کولو په موخه اړوندې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د مسودې متن له ادارو سره شریک کړي او د راتلونکې ناستې لپاره چمتووالی ولري.

د راپورونو له مخې، افغان کډوال دا مهال د نړۍ له سلو په ډېرو هېوادونو کې ژوند کوي، د ثبت شوو شمېر یې له شپږ میلیونه اوښتی او ایران، پاکستان او جرمني د افغان کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.