کندهار (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): د کندهار د کانونو او صنايعو خونې مسوولين وايي، له پاکستان سره د افغانستان د سوداګريزو لارو تر تړل کېدو وروسته، په تېره نږدې يوه مياشت کې له کندهار ولايت څخه ايران ته ۷۰۰ ټنه پنبه صادره شوې ده.
د کندهار د کانونو او صنايعو خونې رييس سيد سرور اماني پژواک خبري اژانس ته وويل، تر دې وړاندې سوداګرو د پنبې د صادراتو لپاره ډېره تکيه پر پاکستان کوله، خو د سوداګريزو لارو له بندېدو وروسته يو خصوصي شرکت وتوانېد چې له ايران سره د زر ټنه پنبې د صادراتو قرارداد لاسليک کړي.
هغه زياته کړه، چې تر اوسه د دغه قرارداد له مخې ۷۰۰ ټنه پنبه ايران ته صادره شوې او تمه ده چې پاتې اندازه هم په نږدې راتلونکې کې ولېږدول شي.
د هغه په وينا، دا اقدام د افغانستان د کرنيزو محصولاتو لپاره د بديلو بازارونو موندلو په برخه کې يو مهم ګام بلل کېږي.
د کانونو او صنايعو خونې رييس وويل، د ايران تر څنګ هڅې روانې دي چې د افغانستان پنبه چين او ترکيې ته هم صادره شي، خو تر دې وړاندې اړينه ده چې د پنبې کيفيت لوړ شي، تر څو د ياد شويو هېوادونو له معيارونو سره سمون ولري.
اماني څرګنده کړه، چې دا مهال په کندهار کې د پنبې کرنه تر پخوا زياته شوې او دا کښت د کوکنارو لپاره يو مناسب بديل ګڼل کېږي، خو د پنبې کيفيت لا هم ټيټ دی.
د هغه په خبره، د پنبې يا مالوچ ګل کوچنی دی، چې له امله يې د نري او معياري تار توليد ممکن نه دی.
ده وويل، د همدې ستونزې د حل لپاره د کندهار د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره ګډ کار پيل شوی، تر څو د پنبې تخم اصلاح شي او په راتلونکې کې له دې لارې پر معيار برابره او د صادراتو وړ پنبه تر لاسه شي.
د کانونو او صنايعو خونې رييس ټينګار وکړ، چې که د پنبې د کوچني ګل ستونزه حل شي، نو چين او ترکيه به هم له افغانستان څخه د پنبې پېرلو ته لېوالتيا وښيي.
د هغه په وينا، هڅه کېږي چې دا تخنيکي ستونزه په راتلونکي يا بل کال کې هواره شي، تر څو د افغانستان پنبه نړيوالو بازارونو ته لار پيدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP