Language

جوزجان کې په تېرو نهو میاشتو کې ۱۲۰ قومي او کورنۍ شخړې حل او فصل شوې دي
آرشیف

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست وایي چې په تېرو نهو میاشتو کې په دغه ولایت کې د مسوولینو، دیني عالمانو او ځایي مشرانو په منځګړیتوب د قومونو او کورنیو ترمنځ د دښمنۍ او اختلافاتو ۱۲۰ قضیې حل او فصل شوې دي.

د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلام‌نبي صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ مازدیګر یوه شخړه چې له پنځو کلونو راهیسې د دوو کورنیو ترمنځ روانه وه، د یاد ریاست، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شوه.

نوموړي زیاته کړه، له پنځو کلونو راهیسې د جوزجان د مرکز د پمپ‌خانې کلي اوسېدونکي سیدهاشم د کورنۍ او د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي محمدطاهر د کورنۍ ترمنځ اختلافات رامنځته شوي وو چې د ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب حل شول.

د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس ټینګار وکړ چې د اختلافاتو او دښمنیو د پای ته رسولو لپاره هيڅکله ناوخته نه دی او د سولې او پخلاینې په اندازه هيڅ شی غوره او ارزښتناک نه وي.

د هغه په وینا، د روان کال له پیله بیا د لېندۍ میاشتې تر وروستیو د مسوولینو او قومي جرګو په منځګړیتوب د قومي اختلافاتو او دښمنیو ۱۲۰ قضیې حل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.