هرات (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۴): له هرات ولایت څخه په لومړي ځل د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت صنعتي ماشینالات تاجکستان ته صادر شول.
د «دژ فولاد» شرکت رییس او د دغو محصولاتو صادروونکي معروف محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو صادراتي محصولاتو کې د لوګي د تصفیې او پورته کولو سیسټمونه، تیږيماتوونکي ماشینونه، د نقالې پټۍ او د سړولو بشپړ پکېج شامل دي چې ټول د پرزې په ډول صادر شوي دي.
د هغه په خبره، تاجکستان ته د دغو ماشینالاتو صادرولو د تړون ټولیز ارزښت یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالر دی او لومړي صادراتو یې ۳۵۰ زره ډالر ارزښت درلود.
په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد تاجکستان ته د دغو محصولاتو صادرېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان اسلامي امارت صنعتکارانو ته د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او دمګړۍ د هېواد د کورنیو تولیداتو د صادراتو ارزښت شاوخوا دوه ملیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
دغهراز، هغه د وارداتو او صادراتو ترمنځ د توازن پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د دوامداره برېښنا برابرولو برخه کې د اسلامي امارت له لوري مهمې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي او هڅه کېږي څو په راتلونکو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې د برېښنا د کمښت ستونزه هواره شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولید شوې لس کانټینره بېټرۍ هم سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته صادرې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP