خوست، پلخمري (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۴): ځايي سرچینې وايي چې امنیتي ځواکونو په خوست او بغلان ولایتونو کې د غلا په تور پنځه کسان نیولي دي.
د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ښار د څلورمې او شپږمې امنیتي حوزو منسوبینو هغه درې کسان نیولي چې د شپې مهال به یې دوکانونه لوټل او د خلکو کورونو ته به ور اوښتل.
خبرپاڼه کاږي، پر دغو نیول شوو کسانو تور دی چې د شپږمې حوزې مربوطاتو کې یې له یوه کوره شاوخوا لس زره ډالر او یوه اندازه افغانۍ غلا کړې او په څلورمه حوزه کې یې دوکانونه لوټلي، سولري تختې، پیسې او نور قیمتي توکي یې وړي دي.
د خوست امنیه قومانداني وایي چې یاد نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
بلخوا، بغلان ولایت کې هم دوه کسان د غلا په تور نیول شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې دوه مشکوک کسان هغه مهال ونیول چې غوښتل یې له یوه کس څخه غلا وکړي.
سرچینه وایي، یاد کسان له اوږدې مودې راهیسې د پولیسو تر تعقیب لاندې وو؛ ځکه چې په سیمه کې یې له کورونو غلاوې کولې او د خلکو پر ځورونو تورن وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نیول شوو کسانو دوسیه به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP