Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان هوايي دولتي شرکت (PIA) خصوصي سکټور ته وسپارل شو

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د «عارف حبیب» کنسرسیوم د یوې داوطلبۍ په ترڅ کې د پاکستان نړۍوال هوايي شرکت (پي‌ای‌اې) ۷۵ سلنه ونډه له تر ټولو په لوړ وړاندیز ترلاسه کړه.

د واشګټن‌پوسټ د راپور له مخې، دغه اقدام د دغه بې‌ګټې شرکت د خصوصي کولو پر لور چې له ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلی و، یو مهم ګام بلل کېږي.

په راپور کې راغلي چې د «عارف حبیب» کنسرسیوم د ۱۳۵ میلیارده پاکستانۍ کلدارو (۴۸۲ میلیون امریکايي ډالر) په وړاندیز سره وتوانېد چې د دغه شرکت ډېره ونډه ترلاسه کړي.

سرچینې لیکلي چې پي‌ای‌اې یو وخت د سیمې له باوري هوايي شرکتونو شمېرل کېده خو د تېرو څو لسیزو په ترڅ کې له مالي زیانونو او کمزوري مدیریت سره مخ شوی دی.

واشنګټن‌پوسټ راپور ورکړی چې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب د داوطلبۍ مراسمو پر مهال ویلي چې د خصوصي کولو بهیر په شفاف او رقابتي ډول ترسره شوی او هیله یې څرګنده کړې چې نوي مالکان به دغه شرکت بېرته راژوندی کړلای شي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه پلور د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) له پخوانیو غوښتنو و چې تل یې له پاکستانه غوښتنه کوله چې دغه شرکت د اقتصادي اصلاحاتو او د مالي مرستو د پروګرامونو په چوکاټ کې خصوصي کړي.

سرچینه زیاتوي چې دغه شرکت دغه مهال ۳۲ الوتکې لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.