خوستښار (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې ۷۶ نادرکه شوي کسان چې ماشومان هم پهکې شامل وو، پیدا کړي او بېرته یې خپلو کورنیو ته ورسپارلي دي.
د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مدیریت کارکوونکو په همکارۍ یې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې په دغه ولایت د یو شمېر کسانو د نادرکۍ په اړه اطلاعات ترلاسه کړي وو.
سرچینه زیاتوي چې وروسته په دې اړه د امنیتي ځواکونو د پلټنو په پایله کې ۷۶ کسان چې ۳۱ یې ماشومان دي، بېرته پیدا او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې چې په پیدا شوو کې ۴۵ هغه کسان وو چې له کوره تښتېدلي وو او یا یې په قاچاقي لارو بهر ته د تلو هڅه کوله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP