Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لارو خرابوالی او د روغتیايي مرکزونو کمښت؛ د فاریاب د بندر او لولاش ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې

میمنه (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۴): د فاریاب د بندر او لولاش ولسوالیو د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له کمښت او د لارو له خرابوالي شکایت کوي او وایي، د ولسوالیو مرکزونو ته د ناروغانو د انتقال لپاره اړ دي په خرو یا اسانو څو ساعته اوږد او ستونزمن مزل وکړي؛ داسې وضعیت چې په ځینو مواردو کې ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پژواک خبري اژانس خبریال د دغه راپور چمتو کولو لپاره د فاریاب د لولاش او بندر ولسوالیو د غرنیو سیمو له یو شمېر اوسېدونکو سره مرکې کړې دي.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس د دغو دوو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې تاییدوي او وایي، بندر او لولاش له کلونو راهیسې له پراختیایي بهیره وروسته پاتې دي، لارې یې خرابې دي او د سیمې د پراخوالي او نفوس په نسبت شته روغتیايي مرکزونه بسنه نه کوي خو د عامې روغتیا وزارت د پلان له مخې، د اسلامي امارت له لوري په دغو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو غوره پوښښ لپاره له ۳۰ تر ۵۰ بستریز روغتون هم منظور شوی دی.

بندر ولسوالي

بندر ولسوالي چې دوه کاله مخکې له لولاش ولسوالۍ جلا او په رسمي ډول د فاریاب د تشکیلاتو په چوکاټ کې د یوې خپلواکې ولسوالۍ په توګه ثبت شوه، د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار سوېل ته په شاوخوا سل کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د بندر ولسوالۍ یو مخور سید تاج‌الدین وایي، د دې ولسوالۍ ګڼې سیمې لکه ملغی، لفرایي او کوه‌طور د ولسوالۍ له مرکزه ۷۰ تر ۸۰ کیلومتره لرې، د درو او غرونو منځ پرتې دي او لا هم د موټرو او موټرسایکلونو لپاره مناسبې لارې نه لري، یا بېخي کلینیک نه لري او یا که یې لري هم د ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاتوي: «په ملغی سیمه کې یو فرعي کلینیک شته چې یو ډاکټر او یوه قابله لري خو خدمات یې بسنه نه کوي، لازم درمل نه لري او د ملغی له لسو څخه ډېر کلي د درو ترمنځ موقعیت لري چې له سیمه‌ییز کلینیک څخه ۶ تر ۷ ساعته او د ولسوالۍ له مرکزي کلینیک څخه ۱۰ تر ۱۲ ساعته لرې دی. کله ناکله ناروغان او هغه ښځې چې د زېږون پر مهال جدي ستونزې لري، لازم روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي. د کوه‌طور او لفرایي سیمې هم له ورته ستونزو سره مخ دي.»

دغه‌راز، د بندر ولسوالۍ د لفرایي سیمې اوسېدونکی مولوي غوث‌الدین وایي، دا سیمه له شلو ډېر لوی او واړه کلي او څلور زره کورنۍ لري خو یوازې یو فرعي کلینیک لري چې د خلکو اساسي اړتیاوې نه شي پوره کولای.

نوموړي د هغو ناروغانو نومونه یادوي چې د لارو په اوږدو کې مړه شوي او وایي، خلک اړ دي چې د اسانو او مرکبو په وسیله ۱۵ ساعته اوږد مزل وکړي څو خپل جدي ناروغان د ولسوالۍ د مرکز کلینیک ته ورسوي؛ هغه لاره چې د ده په وینا، هر کال لږ تر لږه د لسو کسانو ژوند اخلي.

نوموړی زیاتوي، په ټوله لفرایي کې یوازې یو فرعي کلینیک شته چې دوه ډاکټران او یوه قابله لري او یوازې د کلینیک د شاوخوا کلیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي خو نور کلي د لارې د لري‌والي له امله له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

ورته مهال، د کوه‌‌طور سیمې اوسېدونکي مولوي محمدموسی وویل چې په دې سیمه کې تر زرو ډېر کورونه مېشت دي او خلک له تر ټولو لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړه: «دلته نه کلینیک شته او نه هم روغتیايي ځاله، له بندر سره ارتباطي لاره ډېره سخته ده، موټر او موټرسایکل تګ راتګ نه‌شي کولای، د کوه‌طور او د ولسوالۍ د مرکز ترمنځ د مرکب په وسیله ۸ ساعته مزل کوو.»

نوموړی وايي چې څو ځلې یې له پخوانیو حکومتي مسوولینو د سړک، کلینیک او ښوونځي د جوړېدو غوښتنه کړې خو هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

دغه‌راز، د ملغی سیمې اوسېدونکي محمدعارف وویل چې نږدې ۲۰ کلي او پنځه زره کورنۍ په ملغی کې ژوند کوي، خو داسې یو روغتیايي مرکز هم نشته چې لږ تر لږه د خلکو اړتیاوې پوره کړي.

هغه زیاته کړه: «د ملغی او بندر ترمنځ ۷۰ کیلومتره واټن دی، کلي د درو منځ کې پراته دي، د موټر لار نشته، هغه دوه روغتیايي ځالې چې فعالیت لري، مسلکي ډاکټران او اړین درمل نه‌لري، د خپلو ناروغانو لپاره په ۲۰۰۰ افغانۍ اس یا مرکب کرایه کوو څو یې د بندر روغتیايي مرکز ته ولېږدوو.»

بلخوا، د بندر ولسوال قاري عبدالناصر د خلکو د شکایتونو په تایید وویل: «بندر ولسوالۍ ۶۷ کلي او ۹۹ زره نفوس لري، خو په دې پراخه جغرافیه او ډېر نفوس کې یوازې درې فرعي کلینیکونه دي چې امکانات یې د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.»

هغه زیاته کړه چې یاد درې کلینیکونه د ولسوالۍ په مرکز، ملغي او لفرایي سیمو کې موقعیت لري، خو د کلینیکونو او کلیو ترمنځ واټن ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې دی، لارې ډېرې ستونزمنې دي، موټر او موټرسایکل تګ راتګ نه‌شي پرې کولای. د هغه په وینا، خلک اړ دي ناروغان په اسونو او مرکبو او کله کله پر خپلو اوږو په ۱۰ تر ۱۲ ساعتونو کې کلینیکونو ته ورسوي.

هغه د ملغي او لفرایي سیمو په اړه وویل: «په دې سیمو کې له ۱۸ تر ۲۰ پورې کلي دي او تر ۶۰۰۰ پورې کورنۍ ژوند په‌کې کوي… شته کلینیکونه بنسټیزې اړتیاوې نه‌شي پوره کولای، خلک اړ کېږي چې د لارې ستونزې، کړاو او تکلیفونه ومني، پلې یا په اس بندر ولسوالۍ یا ګاونډیو ولایتونو ته ولاړ شي.»

د هغه په وینا، د ملغی، لفرایي او کوه ‌طور سیمو یو شمېر ناروغان او امېندواره ښځې د بندر ولسوالۍ کلینیک، ګاونډیو ولسوالیو یا میمنې ښار ته د لېږد پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه، که څه هم په یادو سیمو کې موټر تګ راتګ نه‌شي کولای، خلک اړ دي چې اس یا مرکب په کرایه کړي او له ملغي او لفرایي سیمو تر بندر پورې ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې ورکړي.
هغه د عامې روغتیا له ریاست او همکارو بنسټونو وغوښتل چې د شته ستونزو هواري ته جدي پاملرنه وکړي، د کلینیکونو ظرفیت لوړ کړي او له روغتیايي خدمتونو په بې‌برخو سیمو کې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

لولاش ولسوالي

د لولاش ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او مسوولین هم د روغتیايي مرکزونو او خدماتو له کمښته شکایت کوي.

د لولاش ولسوالۍ د «علین» کلي اوسېدونکي ملا داود وویل چې د دې ولسوالۍ په «پس ارچه» سیمه کې د «علین»، «قدوغ»، «نادر»، «خواجه»، «چاه اته»، «مالمنجک» او «خازین» کليو خلک له ټولو ټولنیزو خدماتو لکه سړکونو، کلینیکونو او ښوونځیو بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړه چې ۲۰ ورځې مخکې د عبدالباقي په نوم یو ۶۵ کلن سړي چې د وینې لوړ فشار یې درلود او څو میاشتې وړاندې یوې ميندوارې ښځې روغتیايي مرکز ته پر لاره ژوند له‌ لاسه ورکړ.

هغه چې ويل یې، د «پس ارچه» سيمې خلک له ټولو ټولګټو لکه سړکونو، کلينيکونو، ښوونځيو، مخابراتي او نورو خدماتو بې‌برخې دي، زياته کړه: «پس ارچه کې د نورو سیمو په نسبت ژر واوره ورېږي، لارې بندیږي، سهار پنځه بجې له سیمې په مرکب حرکت کوو، په مرکب باندې په نهه او موټر کې په پنځو ساعتونو کې د لولاش ولسوالۍ مرکز ته رسېږو، د یوه کس کرایه ۷۰۰ افغانۍ ده، ژوند راته ډېر سخت دی.»

بلخوا، د لولاش ولسوال مولوي اميرمحمد حقاني وويل، دغه ولسوالي چې ۶۴ کلي او ۱۲۰ زره نفوس لري، يوازې په درېیو سیمو کې یې درې کلينيکونه شته چې کمزوري روغتیايي خدمات په‌کې وړاندې کېږي.

هغه د سړکونو نشتوالي ته په اشاره وویل: «د لولاش د ډېرو کلیو خلک د ولسوالۍ تر مرکزه کولای شي په موټرسایکل له ۶ تر ۷ ساعته پورې سفر وکړي؛ په داسې حال کې چې د لولاش – میمنې لاره په موټرسایکل درې ساعته وخت اخلي.»

د فاریاب د عامې روغتیا ریاست ځواب

د فاریاب د عامې روغتیا رییس قاري محمداسماعیل ذبیح د روغتیايي مرکزونو، ډاکټرانو او درملو د کمښت په اړه د بندر او لولاش ولسوالیو د خلکو شکایتونه تاییدوي.

هغه زیاته کړه چې بندر او لولاش ولسوالۍ له کلونو راهیسې له پرمختیايي کارونو بې‌برخې دي، سړکونه یې خراب دي او د سیمې پراختیا او نفوس ته په کتو، شته روغتیايي مرکزونه بسنه نه کوي.

هغه وايي: «په بندر ولسوالۍ کې یو اساسي روغتیايي، دوه فرعي مرکزونه او دوه روغتیايي ځالې شته. په لولاش کې یو جامع روغتیايي مرکز شته چې د «د زېږون» او « اپنډیکس» په ګډون، د بېړنۍ جراحۍ خدمات وړاندې کوي او په سنګین او هشتمین دیوالک سیمو کې درې فرعي مرکزونه او په چشمه سنګین، قدوغک، هشتمین دیوالک، سنګین او د پس ارچې په صیاد کې روغتیايي ځالې هم خدمات وړاندې کوي.»

هغه په ملغي او لفرایي سیمو کې د اساسي روغتیايي مرکزونو جوړېدل اړین بولي او وايي، د یادو سیمو کلي له شته روغتیايي مرکزونو لرې دي، سړکونه یې خراب دي، دوی د روغتیا سکټور په ناستو کې د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، د ناستو پرېکړې یې د رسمي مکتوب له لارې د عامې روغتیا له وزارت سره شریکې کړې او د چارواکو د پرېکړې په تمه دي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د بندر او لولاش ولسوالیو په ګډون په څلورو ولسوالیو کې له ۳۰ تر ۵۰ بسترونو څلور معیاري او مجهز روغتونونه منظور شوي دي.‎

د فاریاب د عامې روغتیا رییس وايي چې دمګړۍ په دغه ولایت کې یو ۱۰۰ بستریز ولایتي روغتون، دوه د ولسوالیو په کچه روغتونونه، ۶۳ بېلابېل روغتیايي مرکزونه او ۲۵ روغتیايي ځالې شته چې ۲۵۳ ډاکټران فعالیت په‌کې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.