Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار په ژېړۍ کې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پيل شوه

کندهار (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۴): په کندهار ولایت کې د راستنو شوو کډوالو د سرپناه د ستونزو په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته، د دغه ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې یادو کډوالو ته په یوه ښارګوټي کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه.

پژواک خبري اژانس د روان کال په چنګاښ میاشت کې «له پاکستانه کندهار ته راستانه شوي یو شمېر کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي» تر عنوان لاندې د یادو کډوالو د ستونزو په اړه یو راپور خپور کړی و.

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو ریاست مرستیال مولوي نعمت‌الله الفت پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ځمکو وېش پيل شو چې شاوخوا اووه زره کورنیو ته به ځمکې ووېشل شي.

هغه وویل، په دغه ښارګوټی کې چې درې زره جریبه ځمکه لري، راستنو شوو کډوالو ته هم نمرې وېشل کېږي.

ده زیاته کړه: «دلته په دې ښارګوټې کې موږ هرې راستنې شوې کورنۍ ته ۵۰۰ متره، ۱۰۰۰ متره او ۱۵۰۰ متره ځمکه ورکوو، دا بیا موږ هرې کورنۍ ته ګورو، د کومې کورنۍ غړي چې لږ وي ۵۰۰ متره او د کومو کورنیو غړي چې ډېر وي ۱۰۰۰ یا ۱۵۰۰ متره ځمکه ورکوو.»

د هغه په وینا، پر دې ځمکو راستنې شوې کورنۍ په خپله کورونه جوړوي خو دوی هڅه کوي چې موسسې او نورې خیریه ادارې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

پر همدې مهال، د کندهار د کور او ښار جوړولو رییس مولوي عبدالمتین سعید وویل، په دغه ښارګوټې کې ښوونځي، مدرسې، مسجدونه، پارکونه، روغتیايي مرکزونه، لوبغالي او نور ټول هغه څه چې د یوه ښارګوټي لپاره اړین دي، په پام کې نیول شوي دي.

د هغه په وینا، دا مهال د کندهار په دامان ولسوالۍ کې هم راستنو شوو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده چې هلته تر ۱۵۰۰ راستنو شوو کورنیو ته ځمکې وېشل کېږي.

نوموړي دغه‌راز وویل: «موږ د ژېړۍ او دامان تر څنګ په تخته پل کې هم د یوه ښارګوټي د جوړېدو پلان لرو چې سروې یې روانه ده، په دې درېیو ښارګوټو کې به ۱۵ زره کورنیو ته ځمکې ووېشل شي خو موږ هغه ټولو کسانو ته چې بیرته راستانه شوي دي، ځمکې نه لري او مسحتق وي، ځمکې په نظر کې لرو، که دا ښارګوټي بسنه ونه کړي، نورې ځمکې هم ورته ځانګړې کوو.»

راستانه شوي کډوال له دې اقدامه خوښ دي او وايي، تمه لري چې د کار زمینه هم ورته برابره شي.

دوی غوښتنه کوي چې خیریه بنسټونه او موسسات دې د کورونو په جوړولو کې هم له دویسره همکاري وکړي؛ ځکه دوی هېڅ په لاس کې نه لري څو کورونه پرې جوړ کړي.

یو راستون شوی کډوال نظرجان دوی ته د ځمکو له وېش خوښ دی او له خیریه بنسټونو څخه د کورونو په جوړولو کې د مرستې غوښتنه کوي.

هغه وايي: «له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته خپل وطن ته راستنېدل اسان کار نه دی، ځمکه مو تر لاسه کړه، ډېر خوشحاله یو خو د کور جوړولو لپاره هېڅ امکانات نه لرو له خیریه بنسټونو او موسسو غوښتنه کوو چې په دې برخه کې راسره مرسته وکړي.»

یو بل راستون شوی نصروالله وايي چې تش لاس راستانه شوي او باید د کار زمینه هم ورته برابره شي.

ده وویل: «موږ ډېر خوشحاله یو چې حکومت موږ ته د ځمکو د وېش زمینه برابره کړه، دا زموږ لپاره یو نوی پیل دی خو تمه لرو چې د کار او روزګار زمینه هم راته برابره شي؛ ځکه چې راغلي یو په کرایې کور کې اوسېږو او اکثره وخت بې کاره وو.»

که څه هم کندهار ته له ګاونډيو هېوادونو ځينې راستانه شوي کډوال په دندو او کارونو ګومارل شوي خو ډېری یې بیا کوم کوم کسب او زده‌کړه نه لري او دا مهال له بې روزګارۍ څخه ځورېږي.

دوی وایي، که د کار زمینه ورته برابره شي، ټولې چارې به یې ورو ورو سمي شي او په خپل هېواد کې تر هر ځای خوښ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.