کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ویلي چې تېره شپه د هغه په لارښوونه د نایجریا په شماللوېدیځ کې د داعش ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي چې په پایله کې یې د دې ډلې یو شمېر غړي وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په شپه په ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیال» کې په یوه پیغام کې ویلي چې دغه برید د نوموړي په مستقيمه لارښوونه او د «ترهګرۍ» پروړاندې د مبارزې په چوکاټ کې ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په یاد برید کې د داعش ډلې یو شمېر غړي وژل شوي دي.
هغه ادعا کړې چې په نایجریا کې د داعش جنګیالیو «په هدفمند او بېرحمانه ډول» بېګناه کسان په ځانګړې توګه مسیحیان وژلي دي.
په افریقا کې د امریکا پوځي قوماندانۍ (AFRICOM) د دغه برید په تایید سره ویلي چې یاد عملیات «د نایجیریا د چارواکو په غوښتنه» ترسره شوي او په پایله کې یې «د داعش څو غړي» وژل شوي دي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې برید د نایجریا په شماللوېدیځ کې د سوکوتو ایالت په یوه سیمه کې ترسره شوی دی.
ورته مهال، د نایجریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه هېواد د منظم امنیتي همکاریو په چوکاټ کې د امریکا په ګډون له نړۍوالو شریکانو سره د «ترهګرۍ او افراط» پر ضد همکاري کوي.
د یاد وزارت په وینا، دغه همکارۍ د نایجریا په شماللوېدیځ کې د «ترهګریزو هدفونو پر ضد د دقیقو هوايي بریدونو» لامل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP