Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت ځنډوي

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۴): د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د افغانستان سفارت وايي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مې وروسته به خپل فعالیتونه وځنډوي.

په توکیو کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له لوري له یو لړ مشورو وروسته شوې او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مې وروسته به د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او کنسولي چارو په ګډون د سفارت ټول فعالیتونه او خدمتونه تر بلې خبرتیا پورې وځنډول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې یاده پرېکړه د جاپاني چارواکو سره په نږدې همغږۍ او د ۱۹۶۱ کال د وين د ډیپلوماتیکو اړیکو د کنوانسیون په پام کې نيولو سره شوې ده.

د افغانستان سفارت لیکلي چې د وين کنوانسیون له مخې به د جاپان حکومت د ماموریت د ځای (سفارت، شتمنۍ او ارشیف) خوندیتوب ته درناوی کوي او ساتنې ته به یې دوام ورکړي.

په اعلامیه کې له هغو افغانانو چې په جاپان کې مېشت دي غوښتنه شوې چې کنسولي خدماتو ته د بېرنۍ اړتیا په صورت کې د جنوري له ۳۱مې مخکې د سفارت کنسولي څانګې ته مراجعه وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.