Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې له ۱۳۰۰ راستنو شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

غزني‌ښار (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۴): په غزني ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري له ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د سوېل ختیځ زون د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي سید منهاج‌الدین نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې پر یادو راستنو شوو کډوالو څه باندې ۲۲ میلیون افغانۍ ویشل شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، یاده مرسته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په مالي ملاتړ شوې او هرې کورنۍ ته یې ۱۷۰۰۰ افغانۍ ورکړې دي.

د یادوني ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکې هم همدغو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري شاوخواه ۱۹ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.