کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا په متحده ایالتونو کې د سخت ژمني توپان له امله څه باندې ۱۵۰۰ الوتنې لغوه شوې او له ۶۸۰۰ څخه ډېرې نورې الوتنې ځنډېدلې دي.
الجزیرې د الوتنو د څار ويبسایټ «فلایتاِویر» له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ختیځ ساحل پر وخت د جمعې د مازدیګر تر ۴ بجو پورې په ټولیز ډول ۱۵۸۱ الوتنې چې د امریکا دننه، مقصد ته یا د امریکا له مبدا څخه وې، لغوه شوې او ۶ زرو ۸۸۳ نورې الوتنې ځنډېدلې دي.
په راپور کې راغلي چې په نیویارک ښار کې د جان اېف کنیډي، نیویارک لیبرټي او لاګارډیا هوايي ډګرونو مسافرو ته د الوتنو د احتمالي ځنډ یا لغوه کېدو په اړه خبرداری ورکړی. د فلایتاِویر د معلوماتو له مخې، د الوتنو له نیمایي ډېر لغوه کېدل او ځنډېدل په همدې درېیو هوايي ډګرونو کې ثبت شوي دي.
د هوايي شرکتونو له ډلې، «جیټبلو» د جمعې په ورځ د ۲۲۵ الوتنو په لغوه کولو سره په لومړي ځای کې دی. ورپسې «ډلټا ایرلاینز» د ۲۱۲ الوتنو، «ریپبلک ایرویز» د ۱۵۷ الوتنو، «امریکن ایرلاینز» د ۱۴۶ الوتنو او «یونایټېډ ایرلاینز» د ۹۷ الوتنو په لغوه کولو سره ځای لري.
سرچینې لیکلي چې دا لغوه کېدل او ځنډېدل په داسې حال کې رامنځته شوي چې د امریکا د هواپېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی، ژمنی توپان (دوین) به د دغه هېواد د منځنيلوېدیځ او شمالختیځ په ځینو سیمو کې د سفر لپاره خطرناک شرایط او سخته واوره اورېدنه له ځان سره ولري.
راپورونه ښيي چې په امریکا کې څه باندې ۴۰ میلیون کسان د ژمني توپان اړوند د هواپېژندنې تر خبرداري یا سپارښتنو لاندې دي. سربېره پر دې د کالیفورنیا ایالت شاوخوا ۳۰ میلیون نورو اوسېدونکو ته د سېلاب یا توپان خبرداری ورکړل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP