کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۴): ټاکل شوې د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله د کرکټ په درې اړخیزو سیالیو کې نن خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کړي.
د افغانستان، زمبابوې او پاکستان له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د مرغومي په څلورمه د زمبابوې په کوربهتوب پیل شوې.
له پاکستان سره د افغان لوبډلې نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲ بجې د هغه هېواد د پلازمېنې هرارې د سپورټ کلب لوبغالي کې ترسره کېږي.
د یادونې ده، له کوربه زمبابوې سره د افغانستان لوبډلې لومړۍ لوبه د باران له امله بېپایلې پای ته ورسېده.
دغهراز، افغان لوبډله د دې درې اړخیزو سیالیو درېیمه لوبه د ډسمبر په ۳۱مه له زمبابوې او څلورمه بیا د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په دویمه له پاکستان سره ترسره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP