Language

تېره ورځ هېواد ته له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۰۰۰ کډوال راستانه شوي

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۳۷۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۰۱ کورنۍ چې ۲۳۷۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړې، تېره ورځ ۵۰۱ راستنې شوې کورنۍ چې ۲۳۷۰ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۷۴۲ کورنیو سره مرسته شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۵۶۲ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۴۰۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.