Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلالي: په سترو پراختيايي پروژو کې د امريکا مثبت رول له پامه نه شي غورځول کېدای

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس افغانستان کې د اشغال شل کاله دوره يو استثنایي پړاو بللی او ویلي یې دي چې اوس د دغو دواړو هېوادونو په اړيکو کې کوم جدي خنډ نه تر سترګو کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي پرخپله اېکس‌پاڼه لیکي:«دقیقاً د افغانستان او امريکا په اړيکو کې د اشغال شل کلن دور يو استثنایي پړاو و. له دې پړاوه ورهاخوا، د دواړو هېوادونو په اړيکو کې نه يوازې دا چې کومې پېچلتياوې نه تر سترگو کېږي، بلکې د کندهار هوايي ډگر او هلمند کجکي بند په څېر سترو پراختيايي پروژو کې د امريکا مثبت رول له پامه نه شي غورځول کېدای.»

هغه ویلي، د دواړو هېوادونو په اوسني تعامل کې يو ځل بيا داسې پړاو راغلی چې د اړيکو رغېدا او پراختيا په لاره کې کوم جدي خنډ نه ليدل کېږي.

جلالي زیاته کړې چې د دوحې تاريخي هوکړې لاسليکېدل ښيي چې په دواړو لورو کې د پام وړ کچه عمل‌ګرايي شته څو د ماضي پاتې‌شوني د اړیکو پر وړاندې خنډ نه شي او د يوې واقع‌بينانه تگلارې په خپلولو سره په نوي پړاو کې د اړيکو د پراختيا پر فرصتونو کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد یو ځل بیا کابل ته راغلی او د  افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره یې لیدلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او متحده ایالتونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.