Language

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته څه باندې ۲۸۰۰ کډوال راستانه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۸۰۰ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۴۳ کورنۍ چې ۲ زره او ۸۲۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړې، تېره ورځ ۸۲۲ راستنې شوې کورنۍ چې ۳ زره او ۶۳۸ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۶۹۹ کورنیو سره مرسته شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۶۷۳ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه ۲ زره او ۵۵۳  کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.