Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لویه ‌لار د واورې ورېدو او توپان له امله وتړل شوه

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو، توپان او د لید ساحې محدودیت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله د اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ‌لار د تېرې شپې له شاوخوا دوه‌نیمې بجې راهیسې تر بل خبر پورې د ټولو مسافرو وړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ په موقت ډول تړل شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د سالنګونو دواړو خواوو ته ټول وسایط تخلیه شوي او د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست پرسونل چمتو دی څو د هوا له ښه کېدو او د توپان له کمېدو سره واوره پاکه کړي او دغه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.