Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ولایت مقام مخې ته د هوايي پله جوړولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): د کابل ولایت مقام ودانۍ ته څېرمه د ۴۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو د تګ راتګ لپاره د هوايي پله جوړولو چارې پیل شوې.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، پر دغه پُل چې ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی به ولري، ۴۶۲ میلیون افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د ۱۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د دغه پله جوړېدل یوه اړتیا وبلله او ویې ویل چې کابل ښار باید د یو منظم ښاري پلان له مخې پراختیا ومومي.

هغه زیاته کړه چې د کابل ښاروالۍ د کابل ښار د ترانسپورټي او ښاري نظم برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي چې د ستاینې وړ دي.

برادر دغه‌راز له ښاریانو وغوښتل څو د ښار په پاکوالي او نظم کې خپل مسوولیت ادا کړي او د زېربنايي پروژو برخه کې پوره همکاري وکړي.

اقتصادي مرستیال د یادې پروژې له انجنیرانو وغوښتل چې د دغه پله چارې دې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې کړي.

دغه‌راز، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي حنفي وویل، دغه پل د کابل ولایت مقام مخې ته د صدارت څلورلارې د جوی شیر له سړک سره وصلوي.

نوموړی وایي، په ۱۴۰۴ کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري د ۲۵۸ پراختیایي پروژو تطبیق په پلان کې و چې له دې ډلې ۲۰۰ پروژې تر کار لاندې دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو څلورو کلنو کې د کابل ښاروالۍ ۳۵۰ کیلومتره لوی او واړه سړکونه جوړ کړي دي.

حنفي وویل، په ۱۴۰۴ کال کې د کابل ښاروالۍ لپاره اته میلیارده او ۱۱۳ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودجه په پام کې نیول شوې وه او که دغه بودجه په مصرف ورسېږي نو د کابل ښار بڼه به بدله شي.

د هغه په خبره چې په راتلونکي کې په پلان کې ده څو په کابل ښار کې مېټرو او ټرام‌وې هم جوړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.