غزنيښار (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): غزني کې ځايي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د «ژمي جام» فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فوټسال دغه یو میاشتنی ټورنمنټ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو، له مخدره توکو د ځوانانو راګرځولو او خلکو ته د تفریح زمینې برابرولو په موخه پیل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د دغه ټورنمنټ پرانیستونکې لوبه د «امید منګور» او «قلاغچ» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پایله یې ۹–۳ د «امید منګور» لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د سیالیو یوه ګډونوال عبدالخالق شېرزي پژواک ته وویل، خوښ دی چې د المپیک امریت له لوري په مرکز غزني کې دا ډول سیالۍ پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې دغه ډول سیالۍ د لوبغاړو د تجربې پیاوړتیا او له ناوړه کړنو د ځوانانو راګرځېدو برخو کې اغېزناکې تمامېږي.
د یادونې ده، درې ورځې مخکې هم د غزني د مرکز او یو شمېر ولسوالیو ترمنځ د ۴۸ لوبډلو د فوټسال دوه میاشتنۍ سیالۍ پای ته رسېدلې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP