Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

فراه (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): په فراه کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې سېلابونو له امله یو کس مړ او لږ تر لږه څلور نور ټپیان شوي دي.

د فراه له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې رییس مولوي محمداسراییل سیار وویل چې د تېرې شپې سېلابونو د دغه ولایت په ګلستان، فراه‌رود، بالابلوک، خاک‌سفید او بکواه ولسوالیو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د هغه په وینا، تر اوسه په بکواه ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور سخت ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي دغه‌راز وویل چې په یادو سېلابونو کې کورونو او کرنیزو ځمکو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.

هغه د طبیعي پېښو پر وړاندې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ او ویې ویل، یادې ادارې دا مهال د ۱۵۰۰ کورنیو لپاره خوراکي توکي، خېمې او کمپلې چمتو کړي او ډېر ژر به یې د وېش لړۍ پیل شي.

بلخوا، د فراه والي ملا محمدحافظ مجاهد د اړوندو ادارو له مسوولینو وغوښتل چې د طبیعي پېښو پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري او د اوښتو زیانونو کره شمېرې راټولې کړي.

ورته مهال، د فراه د خاک‌سفید ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د سېلابونو له راتلو وروسته له ناسم وضعیت سره مخ دي.

د هغوی په وینا، سېلابونو ګڼ استوګنیز کورونه لاندې کړي، ځیني کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.