Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د تاریخي ځایونو د کیندنې او تخریبولو په تور څلور کسان نیول شوي

زرنج (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): نیمروز کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت د چخانسور ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تاریخي ځایونو د کیندنې او تخریبولو په تور څلور کسان نیول شوي دي.

د چخانسور ولسوال مولوي نورالدین حمزه وویل، یادو څلورو کسانو په غیرقانوني ډول د دې ولسوالۍ په یوې تاریخي ساحه کې کیندنې کولې چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له نیول شوو کسانو یوه دستګاه، یو موټر او یوه بېلچه هم ترلاسه شوي دي.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي حبیب‌الله الهام وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، د تاریخي ځایونو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او هيڅوک د غیرقانوني کیندنې او یا ویجاړولو اجازه نه لري.

هغه زیاته کړه: «د ولایت په کچه ټول مسوولین په دې برخه کې له موږ سره همکاري کوي او له خلکو هم غواړو چې د خپلو ملي، فرهنګي او تاریخي ارزښتونو په ساتنه کې چې د هر افغان ملي مسوولیت دی، همکاري وکړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.