هرات (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): د هرات امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د یوه قتل د قضیې په تړاو درې کسان نیولي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامنبي نبيزاده وویل وايي چې دغه کسان د هرات ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
د هغه په خبره، نيول شوو کسانو څه موده مخکې د یادې امنيتي حوزې مربوطاتو کې د هرات يو اوسېدونکى وژلى و او وروسته له سيمې تښتېدلي وو.
هغه دغهراز زیاته کړه چې د دغو کسانو دوسیه به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته په رسمي ډول عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.
د هرات امنیه قومانداني د جنایي جرمونو له عاملینو سره پر قانوني چلند د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکوي چې د خلکو د امنیت ساتلو او د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره جدي هڅې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP