Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جوزحان سیمه‌ییز مسوولین: خلک دې د اوبو له بې‌ځایه مصرف او د ونو له وهلو ډډه وکړي

شبرغان (پژواک،‌ ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴): د جوزجان سیمه‌ییز مسوولینو په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې  ټيټېدو او د هوا ککړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له خلکو یې غوښتي چې د اوبو له بې‌ځایه مصرف او د ونو له وهلو ډډه وکړي.

د یادونې ده، د اقلیمي بدلونونو په اړه د خلکو د پوهاوي د لوړولو په موخه د جوزجان د چاپېریال ساتنې ریاست سره په همغږۍ د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «اقلیمي بدلونونو په اړه عامه پوهاوي» تر عنوان لاندې یو پروګرام جوړ شو.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیف‌الدین معتصم د دغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د اقلیمي بدلونونو او په دغه ولایت کې د اوبو د کچې د کمېدو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل چې د چاپېریال ساتنه او د اوبو د ضایعاتو مخنیوی د هر هېوادوال مسوولیت دی او باید د اوبو له بې‌درېغه مصرف څخه مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړه: «د اوبو معقول استعمال او د هوا له ککړولو ډډه کول د اقلیمي بدلونونو له منفي اغېزو څخه مخنیوی کولای شي.»

بلخوا، د جوزجان د چاپېریال ساتنې رییس قاري عبدالحی عمر مختار هم په دغه ولایت کې د اوبو د کچې کمېدل او د هوا ککړتیا جدي ستونزې وبللې او له خلکو یې وغوښتل چې د سیمو په زرغونتیا کې ونډه واخلي.

هغه وویل: «د نیالګیو کېنولو د موسم له پیل سره ټول باید د ټولنې په زرغونتیا کې برخه واخلو او د یوه ـ یوه نیالګي په اېښودلو سره زرغون چاپېریال ولرو.»

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د ځنګلونو او ونو له خپل‌سري وهلو څخه ډډه وکړي؛ ځکه زرغون چاپېریال د هوا له ډېرې ککړتیا مخنیوی کوي.

ورته مهال، د جوزجان د چاپېریال ساتنې د عامه پوهاوي عمومي مدیر سیدعارف یاردم وویل چې د پوهاوي د دغه ډول پروګرامونو جوړول د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو په کمولو کې اغېزمن دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.